Nojoto: Largest Storytelling Platform
nojotouser8302772254
  • 20Stories
  • 27Followers
  • 48Love
    285Views

خيال محمد دانش

  • Popular
  • Latest
  • Video
7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

زه خبر يم چي  زما   په زړه کي سه دي
خبر نه يم چي داستا په زړه کي سه دي

زما  نيت۔   خو  دي  دنيا  لره  صفا  دے
خدے خبرچي ده دنياپه زړه کي سه دي

دغه  راز  به  يوه۔   ورځي ۔  سرګندومه
چي  دانــشه ده اشنا په زړه کي سه دي

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

خه ورته وګوره اشنا لاره وګده ده که نا
په دغه لار باندي به زو ستا ايراده ده که نا

ده تيراه خلکو ده جنګونو او ظلمونو نه پس
ٶاوره په غرونو باندي هغسي پرته ده که نا

په دغه دور کي پوختنه ده يتيم چي کوي 
خيال ورته وکه چي هم دغه فريخته ده که نا

زه ده مغريب کلتور خوړلي يم بي ننګه زلمے
چي ده پښتون په سر هم هغسي شمله ده که نا

دانــشه نن خو ده يو چا هسي پوختنه وکه
هغسي اور دے او سکروټي دي لمبه ده که نا

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

لکه دنيا به وي ورانيګي به نه
لکه ځواني به وي ختميګي به نه

لکه يادونه به دي داسي راځي 
لکه باران به وي وريګي به نه

لکه چي ته به رانه درومي داسي
لکه زړګي به وي خوګيګي به نه

لکه چي ته به ده بل خوا له درومي
لکه چي اور به وي بليګي به نه

لکه غرور به مي بي حده ډير وي
لکه دانش به وي مړ کيګي به نه نويشعرونه

نويشعرونه

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

زه ستا په سترګو کي اشنا خفګان ته نه شم کتے
زه ډير حساس يمه خفه انسان ته  نه شم کتے

زما کارونه داسي نه دي چي پري فخر وکړم
له ډيره شرمه۔   آيٸنه کي ځان   ته نه شم کتے

زه ده غريب او ده خان منځ کي دي تفريق ته ګورم
زه خپل بابا او ده دي کلي خان ته نه شم کتے

ماته په خپله خله ده دي سپوګمي صيفت مه کوه
چي ستا په سنګ کي يم زه پاس اسمان ته نه شم کتے

ماته زما ده مخ رنګونه پکي ټول خکاره شي
دانش ته ګورم ده دانش ديوان ته نه شم کتے نوي غزل

نوي غزل

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

زه ستا په سترګو کي اشنا خفګان ته نه شم کتے
زه ډير حساس يمه خفه انسان ته  نه شم کتے

زما کارونه داسي نه دي چي پري فخر وکړم
له ډيره شرمه۔   آيٸنه کي ځان   ته نه شم کتے

زه ده غريب او ده خان منځ کي دي تفريق ته ګورم
زه خپل بابا او ده دي کلي خان ته نه شم کتے

ماته په خپله خله ده دي سپوګمي صيفت مه کوه
چي ستا په سنګ کي يم زه پاس اسمان ته نه شم کتے

ماته زما ده مخ رنګونه پکي ټول خکاره شي
دانش ته ګورم ده دانش ديوان ته نه شم کتے نوي غزل

نوي غزل

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

په جبين دي شنه خالونه پاتي مه شه
دا په لاس کي دي ګولونه پاتي مه شه

چي ده پلار په نوم پري جبر مسلسل کړي
ځني ترونو له وريرونه پاتي مه شه 

چي داستا ده انتظار په وخت کي راشي
زما سترګو کي خوبونه پاتي مه شه

يو او دوه دي وي خو سر دي ده سړي وي
چي بيننګه وي سرونه پاتي مه شه

دا ده امن فيضاګاني دي قاٸم وي
ده جنګونو دا اورونه پاتي مه شه

سه ارمان دي دے دانــشه راته وايا
په زړګي دي ارمانونه پاتي مه شه

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

پـه ډير سفر او پـه مزل پـه ايمان ستړے شومه
زه هم انسان يمه ده نورو په شان ستړے شومه

زه ده حـالاتو طـوفان۔   وړے يـم ذره ذره يـم
په جوړيدو او غونـډيـلو ده ځان ستړے شومه

ما ورته ويل منزل۔   ته دوه۔   قدمه۔   لاره پاتي
له خنداشين شوراته ي اويل قربان ستړے شومه

دا پوختانه۔   زمونګ ۔  په يو خبره نه پوهيګي
په مصلو په۔   نصيحت ۔  په بيان ستړے شومه

ته دي ده زلفو۔   په  تارونو۔   باندي لوبي کوه
زه په ګنډلو ده شليدلي ګريوان ستړے شومه

دانشــه مونګه ده جوندون له خوګو سه خبر يو
په بيګارونو ده نواب او ده خان ستړے شومه

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  ۔  خيال محمد دانــــش۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

ده خپل ذات په ظولنو کي بنديوان يم
ګنهګار ۔  به   يمه۔   خامخا انــسان يم

په دي خار کي۔   په يوه نيـمه خبره
يوه ورځ به زه۔   له ژبي آويزان يم

له نيـتونو۔   له۔   کارونو۔   له سبـبـه
چي ده کانړو باران نه کيګي حيران يم

په ظاهر صورت په شکل ده انسان يم
اندرون يو درنده۔   يمه حيوان يم

يو په تا باندي بد لګمه چي ولي
نور دانشــه زه په ټولي دنيا ګران يم

۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔  خيال محمد دانــش kheyal danish

kheyal danish

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

په دي چم کي کړه هرچالاسونه پورته
زما خق کي ده دعا لاسونه پورته

ده جهان رنګينيٸ ټولي راپه مخ شوي
زما مخ ته کړه اشنا لاسونه پورته

خامخا به ده رب در کي قبوليګي
که يو ځل کړه دي دنيا لاسونه پورته

زما سترګو نه پردي ده حوس لري
ستا ده مخ نه ده حيا لاسونه پورته

يو زما ورته نظر هم نه جيګيګي
په دانــش دي ده هر چا لاسونه پورته kheyal danish

kheyal danish

7d7cc8a5c48020fe7f2a91c0f2403a5a

خيال محمد دانش

ستا په خيال به چرته نه راجوندي کيګي
اخرت کي به ټول مړه راجوندي کيګي

ستا ده سترګو به سه داسي مثال درکم
پري جوندي مري او پري مړه راجوندي کيګي

ارمانونه مي مړه شوي په ګوګل کي
په کتو دي سه نا سه راجوندي کيګي

که په لمر باندي وچيګي سره ګلونه
چي پري واچوي وبه راجوندي کيګي
 
ستا خبري په مثال ده خوشال خان دي
پري دانشه پوختانه راجوندي کيګي nawe sherona

nawe sherona

loader
Home
Explore
Events
Notification
Profile