Find the Best يم Shayari, Status, Quotes from top creators only on Nojoto App. Also find trending photos & videos about ربط 2 اردوينو, دورة اردوينو 2, اردوينو 7 segment, اردو Ùيلم 2017, اردوينو c,
Nizam Syed Khel
Bilawal Muhib
زہ دہ يـــوي خـــــبــــــري دہ يـــوي لار سړے يم چاته بي کارہ ښکارم څوک وي دہ کار سړے يم محب #raaz
Suliman Khan
نور مے ما چیڑہ زخمونه مي خوگیگي ھغه تير شوي وختونه مي ياديگي مجبوري ده لاسه بل وطن كه پروت يم خپل وطن زيڑي گلونه مي ياديگي نه چاخپل يم نه مي خپل شته په جهان كه ارمانونه مي ٹول خاوري ايري كیگي نور مے ما چیڑہ زخمونه مي خوگیگي ھغه تير شوي وختونه مي ياديگي مجبوري ده لاسه بل وطن كه پروت يم خپل وطن زيڑي گلونه مي ياديگي نه چاخپل يم نه مي خپل شته په جهان كه ارمانونه مي ٹول خاوري ايري كیگي
Hanan Khan
چې ته په ما مئين يې. نو زه به تـا مئيـــن يم. خندا مې هــيره شـوله. اوس پـــه ژړا مئين يم. زه په دي ټول کلې کښې. يو په ملا مئيــــن يـــــم. يارانــو دې کلـــې کښــې . پـــه بــې وفـــا مئيــن يم. شريف خاکسار
PUSHTO ADABI SHERONA
انسانانو ليـونے کړم شيطانانو ليونے کړم د پيريانو سره ژوند دې. مولايانو ليونے کړم په مذهب کښې مذهبونه. په مسلک کښې مسلکونه په جومات کښې جلوسونه. په ممبر باندې جـنګـونه د چا تور پټکې په ســر دې. د چا سپين پټکې په سر دې څوک سرتور سرونه ګرځي. د چا شين پټکې په سر دې په سندره مې کافر کړي. په خــبره مې کافر کړي چې د سوال جواب رانکړي. زر تر زره مې کافر کړي دے بس د ته کافـر وايي. او دئ د ته کافــر وايي زړه واي ذهن دې کافر دې. ذهن زړه ته کافــر وايي چې په د پسې پسې شم. که په د پسې پسې شم چې د ذهن لاره واخــلـم. که په زړه پسې پسې شم ته په دوو کښې حيران يې. زه په سلو کښې حيران يم چې په کوم پسې پسې شم. په دې ښکلو کښې حيران يم دئ واى دا عمل سنت دې. دئ واى نه منافـقـت دې دئ واى ديخوا ته دوزخ دې. دئ واى ديخوا ته جـنت دې د يـوې نـه پاتې کيږو. د پيسې نه پاتې کيږو مونږ په دې جهان هم غرق يو. د هغې نه پاتې کيږو نور د هر څه نه باغي يم. که هـــر څو جهنمي يم ته ميخوار زه دې ساقي يم. زه دا نه چې فلسفي يم زه د هــر چا نه کـمـزورې. نه سپوږمۍ يمه نه ستورې چې کيني راته څوک هم نه. زه د داسې ونې سيورې د روژې مسلمانان يو. د جمعې مسلمان يو په توبو مې دې توبه وي. بې مزې مسلمانان يو د جومات د دروازې نه. تر حجرې مسلمانان يو امانت کښې خيانت کړو. بې وعدې مسلمانان يو آذانونه مـو يو نه دي. اخترونه مو يو نه دي که په يو صف کښې ودريږو خو. نيتونه مو يو نه دي په والله ليونې کيږم په رښتيا ليونې کيږم لکه بيا مې ماغزه درومي. لکه بيا ليونې کيږم په يـوه دې پوهـه نه کړو. په کيسه دې پوهه نه کړو مـلاجـانـه لـيـونې شــې. په ټپه دې پوهه نه کـړو زه د چا نه نفرت نه کوم. د دنيا نه نفرت نه کوم دا مې ټول د سر ګلونه. د ملا نه نفرت نه کــوم په انسان مې زړه خوږيږي. د انسانه نفرت نه کــوم دا کيسه راته يوه کړئ. عـقـيـده راته يوه کړئ په قرآن لاسونه کيږدئ. کـلـيمه راته يوه کړئ۔.
About Nojoto | Team Nojoto | Contact Us
Creator Monetization | Creator Academy | Get Famous & Awards | Leaderboard
Terms & Conditions | Privacy Policy | Purchase & Payment Policy Guidelines | DMCA Policy | Directory | Bug Bounty Program
© NJT Network Private Limited
Follow us on social media:
For Best Experience, Download Nojoto